کابل / د غويي ١٠مه / باختر
وسله والو طالبانو په بغلان کې ٧ تنه لمونځ کوونکي په ډزو سره ووژل.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ قربانيان په جومات کې د تراويحو لمانځه په ادا کولو بوخت وو چې يرغلګرو پرې ډزې وکړې.
د بغلان د خنجانو ولسوال عبدالناصر راسخ له باختر آژانس سره په اړيکه کې دغه پېښه تاييد کړه.
ويل کېږي له پېښې وروسته امنيتي ځواکونو پر يرغلګرو بريد وکړ.
د خنجانو ولسوال وايي: په دې جګړه کې يو وسله وال طالب ووژل شو او يو پوليس ټپي شو.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج –ا