امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتې  ٩ :
دنورستان ولايت په مربوطاتو کې نن سهار  دنښتو له امله   اته تنه وسله وال طالبان وو ژل شول.
دغه جګړې  دکامديش ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونښتې   چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دسرحدي پوليسو دځواکونو په يوې پوستې بريد وکړ.
دافغانستان په ختيځ  کې دسرحدي پوليسو يو قوماندان دباخترآ ژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې اته  تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل : چې يرغلګرو  دډيورنډ کرښې  له اخوا څخه دسرحدي پوليسو په پوستې بريد کړى و .
ويل کيږي چې په دې نښته کې افغان پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
دسرحدي پوليسو ددغه قوماندان د څرګندونوله مخې :   افغان پوځيانو ددغې نښتې په پاى کې   دوسله والو طالبانو څو جنګي وسايل هم ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته