کابل / د غويي ١٠مه / باختر
له څو ورځو راپدېخوا د بادغيس د مرکز قلعه نو ښار خلک برېښنا نه لري.
مسوولين وايي چې وسله والو طالبانو د بادغيس د مرکز د برېښنا مزي شلولي دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ طالبانو د دغې ډلې تر ادارې لاندې سيمو کې د برېښنا غځولو ته د حکومت د نه پاملرنې په غبرګون کې د قلعه نو ښار د برېښنا پر بندولو اقدام کړى دى.
د بادغيس يو امنيتي خبرځاى وايي چې وسله وال طالبان له زياتې مودې راپدېخوا له حکومت څخه غواړي چې د مقر ولسوالۍ ځينو سيمو ته چې د دغې ډلې تر ادارې لاندې دي؛ برېښنا ورکړي، خو دغه غوښتنه تراوسه نه ده پوره شوې.
د بادغيس والي حسام الدين شمس باختر آژانس ته وويل چې هلې ځلې کوي د قومي مشرانو په منځکړيتوب قلعه نوښار ته د برېښنا بهير عادي کړي.
د بادغيس د مرکز قلعه نو ښار يو اوسېدونکي حاجي نياز د روژې مبارکې مياشتې ته په اشارې سره له وسله والو طالبانو څخه وغوښتل چې د دوى برېښنا ونه شلوي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- ج –ا