خبرونهټولنه

په سرپل کې درې سوه کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل/ د کب ١٥ مه / باختر

د ترکيې سرې مياشتې نن په سرپل کې له ۳۰۰ اړمنو او بې وزلو کورنيو سره د خوراکي او غيرخوراکي  توکو مرسته وکړه.

د سرپل د سرې مياشتې رييس مولوي نعمت الله حنيف د باختراژانس خبريال ته وويل  چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ اوړه، غوړي، لوبيا او ژمنۍ جامې وويشل شوې.

د يوبل خبرله مخې: په دغه ولایت کې د نیالګیو کېنولو کمپاین هم پيل شوی چې په ترڅ کې به یې سلګونه نیالګي د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې کېنول شي.

د سرپل د درېيمې امنيتي حوزې آمر قاري شکرالله آخندزاده باختر آژانس ته وويل؛ په پام کې ده چې سږ کال په سرپل ښار او ولسواليو کې په سلګونو مېوه لرونکي او زينتي بوټي کېنول شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته