سیاستخبرونهټولنه

کندز ته نږدې ۱۲ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي

کابل، د کب ۸مه، باختر
د کندز د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي چې دغه ولایت ته نږدې ۱۲ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.
د دغه ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس مولوي عبدالولي محمدي وويل، چې د روان کال له پيله تر اوسه نږدې ۱۲ زره افغان کډوالې کورنۍ کندز ته راستنې شوې چې ډېرى یې له پاکستان څخه ايستل شوې دي.
مولوي محمدي زیاته کړه، چې دغه رياست د بېلابېلو بنسټونو په همغږۍ او همکارۍ توانېدلی، چې پر ۲ زره کورنيو نغدي مرستې، خوراکي توکي او جامې ووېشي.
د نوموړي په وينا، په دغه ولايت کې د ثبات او ښه راستنېدو په موخه دوه کمېټې جوړې شوې او له هغوى سره د لازمو مرستو په برخه کې هڅې روانې دي.
مولوي عبدالولي وویل چې ځمکې د وېش او کډوالو ښارګوټي د جوړولو کار روان دی او هغه راستنې شوې کورنۍ چې سرپناه نه لري، تر تثبیت او د مشرتابه تر امر وروسته به ورته د کورونو او ځمکو د وېش بهیر پیل شي.
د کډوالو چارو رئيس د کندز له ټولو اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې له راستنېدونکو سره هر څومره چې ممکنه وي مرسته وکړي، ترڅو دوی له کومې ستونزې سره مخ نه شي.
په ورته وخت کې یو له جبري راستانه شوي سمیع الله هم د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت وکړ او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل چې له دوی سره لازمې مرستې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته