سیاستخبرونهاقتصادTOP

شیخ الحدیث دلاور: ټول پانګه وال کولی شي په قانوني توګه په داوطلبیو کې ګډون او پانګونه وکړي

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د «ایپیکس2» شرکت له رئیس عتیق الله نوشېر سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، د «ایپیکس2» شرکت رئیس د افغانستان کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو په ځانګړې توګه د سرو زرو، سرب، جستو او مسو په اړه خبرې وکړې او د هېواد پر کانونو یې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم د کانونو په برخه کې د پانګونې په خاطر، د یاد شرکت د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي: افغانستان د کانونو له پلوه یو بډای هېواد دی او ټول بهرني پانګه وال کولی شي په قانوني توګه په داوطلبیو کې ګډون او پانګونه وکړي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر کورنیو او بهرنیو پانګه والو، په بېلابېلو سکټورونو په تېره بیا د کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته