خبرونهامنیت

شپږ ویشت طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
په زابل کې ۲۶ وسله وال طالبان له پوځیانو سره په نښتو کې ووژل شول.
دغه نښتې د تېرې شپې په بهیر کې په شاه جوی، میزان او ارغنداب ولسولیو کې رامنځته شوې.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وویل چې په جګړوکې د څلورو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون۲۶وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وویل چې پر دغو طالبانو پر پوستو د برید په وخت کې د ځمکې او هوا له لارې بریدونه وشول. دغه راز د جګړو په پای کې د یرغلګرو څو موټرسایکلونه او جنګي وسایل د پوځیانو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړوند څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې:
د زابل په ګڼ مېشتو لارو کې د ۱۴ ماینونو په کشف او شنډولو سره د یولړ چاودنو مخه ونیول شوه.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته