سیاست

محمدقاسم دانش بختياري د جمهوري رياست د عالي مقام د دفتر د رياست د پاليسى د رييس په توګه و ټاکل شو

کابل – دجوزا ١٣
دجمهوري رياست د عالي مقام د دفتر د رياست په وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس حامدکرزي په منظورى د پروګرامونو د رياست برحال مرستيال محمدقاسم دانش بختياري د جمهوري رياست دعالي مقام د دفتر د رياست دپاليسى د رييس په توګه ټاکل شوى دى.
محمد دانش بختياري د هيواد يو تکړه کادر دى چې د ماسترى په سويه لوړې زده کړې لري. په بېلابېلو برخوکې د کافي تجربو خاوند دى او د عالي مقام د دفتر په رياست کې يې د يادونې وړ خدمتونه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته