خبرونهنړۍ

سېلابونو په منځني ختیځ او افریقا کې نږدې سل تنه مړه کړي

نړۍ، د وري ۲۸مه، بهرنۍ رسنۍ 

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په منځني ختیځ او د افریقا لویې وچې په تانزانیا هېواد کې ورستیو اورښتونو او له امله یې راوتلیو سختو سېلابونو شاوخوا سل تنه مړه کړي او تر سلو زرو ډېر کسان یې زیانمن او یا هم د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي.

ډېر زیان په تانزانیا کې اوښتی، چې ۵۸ تنه په کې مړه او سل زره شاوخوا په کې زیانمن شوي دي.

دغه راز د منځني ختیځ په عمان، عربي متحده اماراتو او ځینو نورو هېوادونو کې هم سېلابونو ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د معلوماتو له مخې په عمان کې ۱۸ تنه مړه شوي او نورو هېوادونو کې هم د څو تنو د ټپي کېدو خبرونه ورکول شوي دي.

دغو سېلابونو په ځینو هېوادونو کې خلکو ته د لومړنیو خدماتو وړاندې کول له ځنډ سره مخ کړي او ځینو سیمو کې د برېښنا بهیر، ترانسپورتي او مخابراتي سیستم هم زیان لیدلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته