– دایکنډي د لیندي ۲ / باختر
څه د پاسه د کچالو د دوه سوه او د پیازو پنځوس زېرمو د جورولو کار په دایکنډي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د دایکنډي د کرنې ریاست یوه مسوول باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه زېرمې د حکومت له بودجې څخه د څه د پاسه یو سلو دیرشو میلیونو افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.
خبر ځای زیاته کړه چې دغه زېرمې د څه د پاسه درې زره اووه سوه ټنه کچالو او پیازو د ساتنې ظرفیت لري .
پای/ سعیده
1 د یوې دقیقې څخه لږ