خبرونهTOPټولنه

سېلابونه؛ هلمند او زابل کې بند پاتي کسان ژغورل شوي 

کابل، د وري ۲۸ مه، باختر

د زابل او هلمند ځايي چارواکو په یادو ولایتونو کې د سېلابونو له امله د یو شمېر بند پاتي کسانو د ژغورلو خبرورکړی دی.

د زابل د والي ویاند مولوي صدیق الله وثیق باختراطلاعاتي آژانس ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو د یاد ولایت په میزانې ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۲ غړي چې په سېلابونو کې بند پاتي وو وژغورل شول.

په ورته وخت کې د هلمند د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني ويلي، چې امنیتي ځواکونو د ياد ولایت په موسیٰ کلا، سنګين او باباجي ولسوالیو کې په سېلابونو کې ايسار  هېوادوال ژغورلي دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت منسوبینو تر دې دمه سلګونه هېوادوال، چې د اورښتونو او سېلابونو له امله د مرګ له ګواښ سره مخ وو ژغورلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته