کابل باختر د لړم دمياشتې لسمه :
په بغلان ولايت کې د يو واده په مراسمو کې د بم د چاودنې له امله نهه تنه ټپيان شول .
دغه چاودنه د مرکزي بغلان د ولسوالۍ په بازار کې تيره شپه دنهوبجو په شاو
خوا کې هغه وخت رامنځته شوه چې خلکو د واده په مراسمو کې ګډون کړي و و .
دبغلان ولايت دعامه نظم دکنډک قوماندان برهان الدين زاهد باختراژانس ته وويل : چې په دې چاودنه کې د واده د مراسمو نهه تنه ګډون کوونکي ټپيان شول .
قوماندان زاهد د واده په مراسمو کې بم ايښودنه يې شخصي دښمني بلله خو ويې وويل چې ښايي دا دوسله وال طالبانو کار وي .
هغه کور چې د واده مراسم پکې ترسره کيدل د مرکزي بغلان دولسوالۍ ودانۍ ته څيرمه موقعيت لري .
دبغلان د عامه نظم دکنډک قوماندان وايي چې امنيتي مامورينو د بم ايښودنې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
له بلې خوا د مرکزي بغلان د ولسوالۍ د روغتون يو مسوول ډاکتر خليل نرمګوي ددغې پيښې د ټپيانو حالت چې ويل کيږي ټول نارينه دي ښه بللى دى .
0 1 دقیقه لوستل