کابل، د سلواغې ۲۴مه، باختر
د سرپل په مرکز کې د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۱۵ کیلومتره سړک د کرېړ اچول کار پیل شو.
دغه سړک د آسیاباد کلي څخه تر لتي کلي پورې د ۱۵ کیلومتره په اوږدوالي د «اف چین» شرکت په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت رغول کېږي چې کار به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړ شي.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د سرپل والي مولوي عبدالرحمن اکه وویل چې سیمه ییزه اداره د پراختیايي پروژو د پلې کولو او خلکو ته د کار زمینې برابرو لپاره ډېر پلانونه تر لاس لاندې لري.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د دغه سړک پر جوړېدو خوښ دي او وايي چې له دې وړاندې یې د تګ راتګ پر وړاندې ګڼې ستونزې درلودې چې د یاد سړک په جوړېدو سره به حل شي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په آسیاباد کې د دغه شرکت له لوري د نږدې ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت یو سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی و.