ټولنه

خبرتيا

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې دويمه
د پغمان ولسوالۍ د عبدالعلي له کلي څخه د چهار آسياب تر خير آباد پورې د دغو سيمو اوسيدونکو ته چې د هغوى ځمکې او د استوګنې کورونه د کابل ښار د حقلوى سړک تر پوښښ لاندې نيول شوي دي؛ خبر ورکول چې د ځمکې د تصفيې هيئت د دوى د جاديدادونو او ملکيتونو د استملاک د تثبيت په مقصد د چهلستون په سړک کې د فوايد عامې وزارت د کار د قواوو په ميخانيکي رياست کې په کار پيل کړى دى. د جايدادونو خاوندان او يا د هغو قانوني وکيلان دې ډير ژر له خپلو سندونو سره هيئت ته ورشي او خپل ملکتيونه تثبيت کړي چې حقوق يې ورکړل شي.
له دې پرته د دوى جايدادونه ويجاړ او سړک په دغه تګلوري کې تيريږي، بيا به د شکايت حق ونه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته