خبرونهښوونه او روزنه

سرپل کې د ګوسفندي ولسوالۍ د پوهنې مدیریت ودانۍ بیاورغول شوه

کابل، د مرغومې ۱۶ مه، باختر

د سرپل د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د پوهنې مدیریت ودانۍ د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د سرپل د پوهنې رییس مولوي محمد رحماني وویل، چې یاده ودانۍ د پوهنې وزارت له بودجې څخه د ۱ میلیون ۲۸۱ زره افغانیو په لګښت ترمیم او د یني عالمانو، قومي مشرانو په شتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته