خبرونهاقتصادټولنه

زابل کې د لوړتناژ تله فعاله شوه

کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر

د زابل د ټولګټو ریاست مسوولین د دغه ولایت په مرکز کلات کې د کابل- کندهار پر لویي لارې باندې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د وزن کنټرول تلې د نصب کولو خبر ورکوي.

د یاد ولایت د ټولګټو رئیس مولوي احمد احمدي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د کابل- کندهار پر لويې لارې د تلوونکو بار وړونکو موټرو د وزن کنټرول په هدف، مرکز کلات کې د وزن کولو تله فعاله شوې ده.

په ورته وخت کې یو شمېر موټر چلوونکو د لویو لارو د ساتنې لپاره د وزن کنټرولولو برخه کې د داسې تلو فعالیت ښه وباله او زیاته یې کړه چې دولت دې نور هم د لویو لارو ساتلو ته پاملرنه وکړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته