خبرونهنړۍ

رفح ښارګوټی د اور په لمبو کې؛ صهیونست ځواکونه ملکي فلسطینیان په نښه کوي

نړۍ، د سلواغې ۲۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

د نړۍ له مخالفت سره سره صهیونست اشغالګر ځواکونه د غزې پر رفح ښارګوټي هوایي بریدونو ته دوام ورکوي او د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې نن یکشنبې سهار یې هم د دغه ښارګوټي پر بمباردولو او ملکي فلسطینیانو پر وژلو پیل کړی دی.

باید وویل شي، چې اسرایلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خپلو هوایي او ځمکنیو بریدونو له امله شاوخوا ۶۰ تنه فلسطینیان په شهادت رسولي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د یادونې وړ ده، چې رفح ښارګوټي غزه کې د فلسطینیانو د راټولېدو یو تر ټولو لوی مرکز دی، چې په خپله کمه جغرافیه کې یې نږدې یو نیم میلیون خلک ځای کړي دي.

دغه ښارګوټي له مصر سره پوله لري او مصري چارواکو خبرداری ورکړی، چې که اسرایلي ځواکونه پر دغه ښارګوټي بریدونه و نه دروي، نو له تلبیب سره به ټول تړونونه لغوه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته