خبرونهفرهنګTOPټولنه

راشد: په داسې يوه طرحه کار روان دی، چې له مخې به يې د بهرنيو هېوادونو استادان د تدريس په موخه افغانستان ته را وغوښتل شي

کابل، د لېندۍ ۲۷ مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین حافظ مولوي محمد یونس راشد پرون هلمند ته سفر وکړ او د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز مسوولينو ته يې ۱۲ کمپیوټرونه د زده کوونکو د لاښې زده کړې کولو په موخه وسپارل.
راشد له ياد مرکز څخه د ليدنې پرمهال وویل:”اسلامي امارت دې ته ژمن دی، چې خپل د هېواد ځوانانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي ترڅو ځوانان د علم په برخه کې بې لاسته راوړونو پاته نشي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه ښوونیز مرکز به د نورو اسانتیاوو هم څخه برخمن کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین همدارنګه وويل چې د اسلامي امارت مسؤلینو پر یوې داسې طرحې کار پیل کړی ترڅو د نورو هېوادونو له پوهنتونو څخه باتجربه او د لوړې سویې استادان افغانستان ته راولي او د هغوی له علم او تجربو څخه د افغانستان ځوانان ګټه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته