ورزش

دفلسطين دفوټبال فدراسيون خپګان څرګند کړ .

کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
دفلسطين  دفوټبال فدراسيون  ديوې اعلاميې په صادرولو سره دافغانستان د فوټبال دملي ټيم دلوبغاړو دټپي کيدو  له امله خواشيني  څرګنده کړې او هيله يې کړې ده چې دافغانستان دفوټبال  ملي ټيم په زړه پورې اوبريالى لوبه ترسره کړي .
دباختراژانس دخبر له مخې په مالديف  کې دترافيکي پيښې له امله دافغانستان دفوټبال  دملي ټيم دپنځو تنو لوبغاړو له ټپي کيدو ورسوته دفلسطين دفوټبال فدراسيون خواشيني څرګنده کړې او هيله يې  کړې ده چې دغه لوبغاړي روغ رمټ شي .
  ټاکل شوې وه دافغانستان دفوټبال  ملي ټيم سبا داسيا دچلنج کپ دسياليو په وروستي نيمايي پړاوکې دفلسطين دفوټبال  له ټيم سره لوبه وکړي .
  دفلـسطين دفوټبال فدراسيون  دغه راز هيله کړې ده چې له دغې نيمګړتيا  سره سره دافغانستان دفوټبال ملي ټيم په زړه پورې لوبه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته