خبرونهورزش

راشد خان کرکټ لوبډلې په هلمند کې د پیل شویو لوبو د اتلولۍ جام وګاټه

 کابل، د زمري لومړۍ، باختر

د هلمند په مرکز لښکر ګاه کې د دولسو لوبډلو ترمنځ د کرکټ پیل شوې یو ورځنۍ سیالۍ د راشد خان کرکټ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د هلمند د کرکټ بورډ مسوولین وايي، چې پایلوبې ته راشد خان کرکټ لوبډلې او امنیې قوماندانۍ لاره پيدا کړه. په خبره یې راشد کرکټ لوبډله په پایلوبه کې وتوانېدله چې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي.

د یاد ولایت د کرکټ بورډ آمر جانان فولاد باختر آژانس ته وویل چې د لوبې  پچه راشد خان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه.

فولاد وايي چې راشد خان لوبډلې په ۴۵،۱ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۲۰۶ منډې هدف وټاکه. هغه وايي، چې په ځوابي توپ وهنه کې امنیې قوماندانۍ لوبډلې ۹۷ منډو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او لوبه یې راشد خان کرکټ لوبډلې ته وبایلله.

س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته