امنیت

ديرش وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول .

-کابل / ددوږي لومړي /باختر:
٣٠ وسله وال طالبان په زابل کې د نويو جګړو په بهير کې ووژل شول او اته نور ټپيان شول .
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار د نرنګ او جلدک په ولسواليو کې هغه وخت برېدونه وشول چې  د پوځيانو پرپوستو يې  ديرغل نيت درلود .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې په دې پېښه کې د وسله والو طالبانو  په پټنځي  او د سپرلۍ پرکاروان برېدونه وشول .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې  په دې برېدونوکې  د وسله والو طالبانو د ډلې د څوتنو قوماندانانو په ګډون ٣٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول اواته نور ټپيان شول .
په دې برېدونوکې د وسله والو طالبانو يو پتڼځاى له ټولو جنګي وسايلو اوڅو موټرو سره له منځه وړل شوي دي .
داپه وروستيو څوکلونوکې پروسله والو طالبانو د پوځيانو يومرګانى برېدونه دى . وسله والو طالبانوتراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
  ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته