خبرونهورزش

راتلونکې میاشت د «قوش تېپې» ترعنوان لاندې ملي شل اوریزې سیالۍ پیلېږي

کابل، د وري ۸مه، باختر
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کورني کرکټ څانګه به د راتلونکې اپریل میاشتې له ۱۶مې نېټې تر ۲۷مې نېټې پورې په کندهار ولایت کې د «قوش تېپې» تر نوم لاندې لومړۍ پړاو ملي شل اوریزې سیالۍ (قوش تېپه ملي شل اوریز جام) ترسره کړي.
کرکټ بورډ ویلي، چې د یادو سیالیو څخه یې موخه د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې بشپړ چمتووالی او دغه راز د کورني کرکټ او ملي لوبډلې ترمنځ د تجربو شریکول دي.
یادې سیالۍ د کورني کرکټ څانګې له لوري د کال په پیل کې د نورو ټورنمنټونو او لوبلړیو ترڅنګ د سږ کال لپاره پلان شوې، ترڅو له پلان سره سم د اګست او سپټمبر میاشتو کې ترسره شي، خو راتلونکي نړیوال جام ته په پام سره د ادارې د مشرتابه له لوري غوره وګڼل شوه، چې د لوبغاړو د بشپړ او غوره چمتووالي په موخه دغه لوبې په اپریل میاشت کې ترسره شي.
سرچینې زیاته کړې چې یادې ادارې پلان درلود څو د امکان په صورت کې شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ ترسره کړي، خو له هر اړخیزو څېړنو وروسته جوته شوه چې په دومره کمه موده کې د شپږیزې کرکټ لیګ ترسراوی ممکن نه دی او دغه راز د پېژندل شویو پروډکشن کمپنیو نه چمتووالی او لوجیستیکي خنډونه هغه موارد وو چې په یاده نېټه یې د نهم پړاو شپږیزې د ترسراوي امکان لا ډېر کم کړ؛ نو غوره وبلل شوه چې د کلني پلان پر بنسټ شپږیزه کرکټ لیګ په خپله ټاکل شوې موده (اګست میاشت) کې ترسره شي.
باید وویل شي چې په دغو سترو سیالیو کې به د زونونو په کچه پنځه لوبډلې شتون ولري چې په لړ کې به یې هره لوبډله له سیالې لوبډلې سره دوه ځلې مخ شي او ټولټال به د پایلوبې په ګډون ۲۱ لوبې ترسره کړي چې لس ورځې به هره ورځ دوه لوبې او دولسمه ورځ به له یوې ورځې وقفې وروسته بیا پایلوبه ترسره شي.
یادونې وړ ده چې د کورني کرکټ د پلان پر بنسټ به له دې وروسته په ترتیب سره د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ، د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ، غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ، شپږیزه کرکټ لیګ او زرغون افغانستان جام سیالۍ هم یو په بل پسې ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته