کابل باختر د وري ديارلسمه :
دنيمروز ولايت په مربوطاتو کې پرون يو نهه کلن ماشوم دناپيژاندو کسانو له خوا ووژل شو .
دنيمروز ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير سمونيار عبدالهادي عزيزي دباختراژانس خبريال ته وويل: يو نهه کلن ماشوم دزرنج ښار دختيځ په پنځه کيلومتري واټن د قلعه محمد په سيمه کې دناپيژاندو کسانو له خوا وژل شوى دى .
عزيزي زياته کړه :پوليسو ددغه ماشوم دوژل کيدو په تور دسيمې دوه تنه اوسيدونکي نيولي دي او په دې باب يې تحقيقات پيل کړي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ