سیاستخبرونهTOP

ذبیح الله مجاهد: د افغانستان او ازبکستان د ملتونو ترمنځ د دوستۍ پر دوام ټینګار وکړ.

کابل / د ثور ۱۱ مه / باختر

د ازبکستان جمهوریت د ۴ زره ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته  د حیرتان په بندر کې د افغانستان اسلامي امارت مقاماتو ته وسپارل شوه.

دبلخ والي مولوي  قدرت الله ابوحمزه دباختراژانس خبريال ته وويل چې داسلامي امارت لوړپوړي مسوولینو دمرستو د ترلاسه کولو لپاره د حيرتانو بندر ته تللي وو. دوی دغه مرستې د دواړو دوستو او وروڼو هېوادونو ترمنځ د ښه ورورګلوۍ او ښو اړیکو نښه وبلله.

په دغو مراسمو کې چې د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د بلخ والي عصمت الله ارګش اوف ، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ددغه هېواد د سر خان والي  او د دواړو لورو یو شمیر ملکي او نظامي چارواکو ګډون کړی وو.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونوچارو معین اود افغانستان  داسلامي امارت ویاند مولوي ذبيح الله مجاهد وويل چې دوست هيواد ازبکستان او ددغه هېواد دجمهور رييس په لارښوونه له افغانستان سره څلور زره ټنه توکي لکه اوړه ، غنم ، وريجې ، غوړي ، جامې او د واکسین د درملو مرسته وکړه چې ددغه هېواد د استازي له لوري اسلامی امارت ته وسپارل شول.

مجاهد له افغانانو سره د ازبکستان د مرستو او له ازبکستان سره د افغانستان د اسلامي امارت د ښه نیت او ورورګلوۍ ستاینه وکړه.

مجاهد د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستي ښه او تاريخي وبلله او د افغانستان او ازبکستان  د ملتونو ترمنځ يې د دوستۍ پر دوام ټينګار وکړ.

په همدې حال کې د ازبکستان د جمهور رييس ځانګړي استازي عصمت الله ایرګش اوف د ازبکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ ښې اړيکې تاريخي ريښې وبللې او زياته يې کړه چې دغودواړه هېوادونهو له کلونوکلونو راهيسې ښې اړيکې لري.

ایرګش اوف وویل ، «د افغانستان له خلکوڅخه  ملاتړ په حقیقت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورګلوۍ او پیوستون نښه ده او ازبکستان به د افغانانو د ملاتړ په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي،».

د بلخ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه د افغانستان د اسلامي امارت او خلکو په استازيتوب د ازبکستان هېواد له بشري مرستوڅخه  مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه مرستې به ژر تر ژره پر اړمنو او بې وزلو وویشل شي.

د بلخ والي د ازبکستان  مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان به د ازبکستان هېواد او خلکو ته له هېڅ ډول ستونزو سره مخ نه کړي او د دواړو هېوادونو د ګډوپولو امنیت  به سل په سلو کې خوندي وي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته