امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان دماين ايښودولو په وخت کې ووژل شول

کابل باختردوري دمياشتې ٢٢ :
دميدان وردګوپه ولايت کې  دنښتې له امله دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي چې دغو کسانو غوښتل  چې دسيداباد ولسوالۍ په لاره کې يو ماين ځاى پرځاى کړي چې دپوليسو له خوا ووژل شول.
دميدان وردګو دوالي ويندوى شاهدالله شاهد نن باختراژانس ته وويل  پوليسو غوښتل  دغه کسان چې دسيداباد ولسوالۍ په واټ کې يې ماين  ځاى پرځاى کاوه ونيسي  خودوى په مقاومت لاس پورې کړ چې له امله يې  ووژل شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل ، په دې پيښه کې دوسايطو ضداويوه اندازه چاوديدونکي توکي چې په ماين جوړولو کې کارول کيږي هم دپوليسو لاسته ورغلي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته