خبرونهامنیت

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو تخنیکي منسوبینو زرګونه وسایط ترمیم کړي دي

کابل، د کب ۱۰مه، باختر
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو مسولينو په ياد قول اردو کې د زرګونه وسايطو د ترميم خبر ورکړی دی.
د ياد قول اردو وياند جاويد بلال باختر اطلاعاتي آژانس ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو تخنیکي منسوبینو د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې په پايله کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د قول اردو د قرارګاه او اړوند جزوتامونو په ورکشاپونو کې شاوخوا ۶زره بېلابېل ډوله وسايط ترميم شوي دي.
هغه زياته کړې، چې په ترميم شويو سایطو کې زرګونه رینجرې، سلګونه انټر نیشنل موټر، سلګونه بېلابېل ډول ټانګونه او سلګونه نور ډول ډول ثقیله وسایط شامل دي.
نوموړي همدارنګه ويلي چې تخنيکي ټيمونو يې ددې ترڅنګ سلګونه میله وسلې هم ترمیم کړې دي، چې ګڼ شمېر توپونه، زیووګانې او نورې درنې وسلې هم پکې شاملې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته