۱۰۰ ورځې

دکابل ښار دهودخيلو په ساحه کې تراوسه پورې څه دپاسه زرو تنو نارينه و او څلور سوه تنو ښځو خپلې رايې کارولي دي .

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٤ :
دکابل ښار دهودخيلو په ساحه کې  داحمدخان پوپل دعالي ليسې  درايې ورکولو په مرکز کې تراوسه پورې  څه د پاسه  زرو تنو نارينه و  او څلور سوه تنو ښځو خپلې رايې کارولي دي.
دباخترآژانس دخبريال  دخبرله مخې :
درايې ورکولو په دې مرکز کې پنځه ځايونه دنارينه ولپاره او څلور ځايونه دښځو لپاره شته او تراوسه پورې  چې دسهار اته  بجې دي څه دپاسه زرو تنو نارينه و  په پنځو ځايونو کې خپلې رايې کارولي دي  او نږدې  څلور سوه تنو ښځو په څلورو ځايونو کې خپلې رايې کارولي دي.
يو معيوب سړى حاجي رسول  چې  په دې مرکز کې يې خپله رايه کارولې ده وويل  :  غواړم  چې  خپله رايه وکاروم  او دډاکتر  عبدالله عبدالله کتوونکي په دې  مرکز کې دبي نظمۍ خبرې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته