خبرونهاقتصادټولنه

د ګردېز ښاروالۍ روان کال ۹۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
ګردېز ښاروالۍ له لوري د روان ۱۴۰۲ مالي کال په جريان کې د ترسره شويو کړنو، لاسته راوړنو او لګښتونو حساب له ښاريانو او رسنيو سره شريک کړ.
ګردېز ښاروال مولوي سیدنظیم مزمل د حساب ورکونې په دې غونډه کې وويل، چې ښاروالۍ د ۱۴۰۲ کال په جریان کې هستوګنیزو ځمکو خرڅلاو، سوداګریزو ځايونو، دولتي ځمکو، دوکانونو، لوحو، صنفي جوازونو او هوټلونو کرایو له درکه ۹۰ ميليونه افغانۍ ثابت او غير ثابت عوايد راټول کړي دي.
ګردېز ښاروال باختر آژانس ته وویل، چې ۸۵ ميليونه افغانۍ يې له يادو عوايدو څخه بېرته د ښار پراختيا او ښکلا په موخه مختلفو پروژو، وسایطو بیارغونې، معاشاتو، دفتري توکو اخیستل، او ورته نورو لګښتونو باندې مصرف کړې دي.
د ښاروالۍ د حساب ورکونې کلنی راپور څرګندوي چې د دغه ښاروالۍ له لوري په ۱۴۰۲ کال کې ۶ رغنیزې پروژې په اساسي ډول پلې شوې چې په یادو پروژو کې د غزني لین دواړو خواته په آر.سي.سي ډول د ویالو جوړېدل، علماؤ شورا ریاست چهاردېوالي، یو سوداګریز مارکېټ، کرماشي سړک او ورته نورې پروژې شاملې دي.
ګردېز ښاروال وايي چې د راتلوونکي ۱۴۰۳ کال لپاره د ۲۰۰ میلیونه افغانیو عوایدو را ټولولو هدف تر څنګ د ۱۲ اساسي پروژو د تطبیق پلان لري چې د ګردېز ښار پراختیا په موخه يې عملي کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته