سیاست

زياترو نړيوالو سازمانونو او هيوادونو دکابل او واشنګتن تر منځ دامنيتي تړون لاسليک دافغانستان دراتلونکي په گته بللى او هرکلي يې کړى دى .

نړيوالي خبري  منابع  باختر دتلي نهمه :
  زياترو نړيوالو سازمانونو او هيوادونو دکابل او واشنګتن تر منځ دامنيتي تړون لاسليک دافغانستان دراتلونکي په گته  بللى  او هرکلي يې کړى دى .
  داپه داسې  حال کې ده چې دوسله والو طالبانو ډلې له واشنګتن  سره دکابل  دامنيتي   تړون دلاسليک په باب خبر دارى ورکړى دى او ويلي يې  دي چې امريکا په دې کار سره  غواړي چې دافغانانو اسلامي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي او افغانستان په يوه مستعمره هيواد بدل کړي .
دنړيوالو خبري سرچينو دڅرګندونو له مخې  داسې بريښي  چې زياتره  نړيوال سازمانونه او هيوادونه له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته په افغانستان کې دبهرنيو پوځيانو دشتون ددوام پلويان دي له دې جملې څخه روسيې ويلي دي چې افغانستان  ديوه خپلواک هيواد په توګه ددغه شان تړون دلاسليک کولو حق لري  په همدې حال کې دافغانستان لپاره   دروسيې استازي ويلي دي که څه هم  څو بهرني پوځي اډې  دهيواددواکمني دحق يوه برخه محدودوي خو مسکو هيله لري چې ددغه شان موافقه ليک په لاسليک سره به دمنځني اسيا او دروسيې  دهيوادونو امنيت ونه ګواښل شي .
دافغانستان لپاره دروسيې استازي ضمير کابلوف  ويلي دي چې له امريکا سره دافغانستان دامنيتي موافقه ليکونو په باره کې دروسيې دريځ دا دى چې افغانستان يو خپلواک هيواد دى او ددې حق لري چې له هر هيواد سره خپلو ملي ګټو ته پاملرنې  سره تړون لاسليک کړي خو دغه شان تړون بايد دمرکزي اسيا او دروسيې  دهيوادونو په ګډون دنورو  هيوادونوګټې ونه ګواښوي .
دغه راز په کابل کې دالمان سفير په خپل توتير کې ليکلي دي چې دوه اړخيز امنيتي  موافقه ليک دنړيوالې ټولنې په ګټه او دغه راز دافغانستان په ګټه دى.
په دې وروستيو وختو کې دايران سفير ويلي دي افغانستان ديوه خپلواک هيواد په توګه ددې حق لري چې دخپلو ګټو په چوکاټ کې له هر هغه هيواد سره چې وغواړي تړون لاسليک کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته