کابل / د لیندۍ ۱۹مه / باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني په مشرۍ یو پلاوي سرپُل ته په سفر کې، په دغه ولایت کې د راستنېدونکو او بېځايه شویو کورنیو ستونزې له نږدې وڅېړلې
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه سفر په بهیر کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني او مل پلاوي د سرپل له والي او د دغه ولایت له سپین ږیرو، دیني عالمانو، مخورو او د راستنېدونکو او بېځايه شویو له استازو سره وکتل.
په دې کتنه کې د ګډونوالو په استازیتوب د ولایت مرستیال، دوه تنو دیني عالمانو او امنیه قومندان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست څخه مننه وکړه چې دغه ولایت ته یې سفر وکړ او د راستنېدونکو او بېځايه شویو ستونزې او ننګونې له نږدې وڅېړلې.
په همدې حال کې خلیل الرحمن حقاني په خپلو خبرو کې د سرپل د مجاهدینو سرښندنې او قربانۍ وستایلې او له دوی څخه یې مننه وکړه چې په سختو حالاتو کې یې د دښمن پر وړاندې خپلې سینې سپر کړې وې او په مېړانه او زړورتیا یې د هېواد د خپلواکۍ دفاع کوله.
حقاني، اړو کورنیو ته پر وخت د رسیدګي ټینګار وکړ او ډاډ يې ورکړ چې د مرکز په کچه د داخلې بېځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو د ستونزو د حل په موخه به عاجل اقدامات وکړي.
همدارنګه د سرپل د والي، د کډوالو چارو آمریت او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلاوي په شتون؛ پر۲۵۰ اړو کورنیو د کډوالۍ نړیوال سازمان(IOM) مرسته ووېشل شوه.
په دې مرسته کې پر هرې کورنۍ ۱۸ زره افغانۍ، درې کمپلې او یوه ژمنۍ کڅوړه شامله وه.
وهاج