امنیت

په موټر بار دچاوديدونکو توکو دچاودنې مخه ونيول شوه.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٣
په   فارياب    ولايت کې په  يوه   موټر بار د  چاوديدونکو توکو د  چاودنې مخه     ونيول  شوه
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ورکړ  :
ددغې ادارې موظفينو دځانګړو عملياتو په بهير کې په چاوديدونکو توکو   بار يو سراچه ډوله موټر چې تروريستانو غوښتل دفارياب ولايت په شرين تګاب ولسوالۍ کې دانتخاباتي مبارزو په بهير کې ځانمرګى  بريد ترسره کړى کشف او ترلاسه کړ چې د يوې سترې تروريستي پيښې مخه نيول شوې ده .
په دغه موټر کې د ډي  سي توپ درې ويشت ګولۍ ،   دبي ام – ١٢ توغندي  يو ماين  ،د  بي ام – ١٢ توغندي يو ماين ،  دوه بوشکې چاوديدونکي توکې ،دګازو دوه  ډبې او يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي ځاى پرځاى شوي وو چې هدف ته له رسيدو مخکې کشف او شنډ کړى شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته