سیاستخبرونهامنیتټولنهTOP

‏د کوچني اختر درې ورځې په ټول هېواد کې د امن او خوښۍ په فضا کې ونمانځل شوې

کابل، د وري ۲۴مه، باختر
د کورنيو چارو وزارت مسئولین وايي چې په ټول هېواد کې د کوچني اختر درې ورځې د بشپړ امن او خوښۍ په فضا کې نمانځل شوې دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع نن په خپله «اېکس» ټولنيزه پاڼه کې ليکلي دي: “د هېواد زړورو امنیتي ځواکونو د الهي نصرت او ولسي همکاریو په مرسته، په ټول هېواد کې د امن او نظم فضا تأمینه کړې وه او ‏د کورنیو چارو وزارت له ټولو سرښندونکو امنیتی ځواکونو څخه د بشپړ امن د تأمین په خاطر مننه او د دوی د مؤثرو هڅو ستاینه کوي.”
هغه له امنيتي ځواکونو سره د هېوادوالو د ښې همغږۍ مننه کړې او ډاډ يې ورکړی چې امنيتي ځواکونه به د موجود سراسري امن او نظم د داوم په لاره کې خپلې ټولې هڅې جاري وساتي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته