ټولنه

کابل ښاروال د شپږمې ناحيې ښاري نظم وڅېړل

کابل / دوږي ٢٣مه /باختر: کابل ښاروال محمدداود سلطانزوي نن دکابل ښار د شپږمې ناحيې په مربوطاتو کې د ښاري نظم او د ګرځنده پلورونکو او کراچيو د فعاليتونو څرنګوالي يې وڅېړه. د باختراژانس د خبرله مخې؛ کابل ښاروال د دغې څېړنې په بهير کې اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه چې د ښار په کچه په بېلابېلو بازارونوکې ښه ښاري نظم بايد تحقق ومومي. هغه د سنجول شويو پروګرامونو پر بنسټ له ټولو فعاليت کوونکو او اصنافو څخه وغوښتل چې ښاري اصول په کلکه رعايت کړي اود سرغړونې په صورت کې له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي. کابل ښاروال څرګنده کړه: دکابل ښار په بېلابېلو ناحيو کې د خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي په لټه کې يو چې خلکو ته اغيزمن کارونه اوخدمتونه وړاندې شي. دغه راز کابل ښاروال د شپږمې ناحيې په اداري دفترونوکې د مراجعينو د رضايت څرنګوالي او د مسوولينو کارونه هم وڅېړل او د چارو د سمون او د خدمتونوبهير د ګړندي کولو په مقصد يې اړوندومسوولينو ته يې لازمې لارښوونې وکړې. ختم_ ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته