خبرونهټولنه

د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

کابل، د غبرګولي ۹ مه، باختر

د کونړ د مرورې ولسوالۍ په بچي ډاګ سیمه کې د یونیسف په مالي ملاتړ د اوبو یوه زېرمه جوړېږي.

ځايي چارواکي وايي چې دغه زېرمه د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۲۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.

د کونړ د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس شمس الرحمان سېلاب وایي، د دغه ولایت زیاترو سیمو کې د اوبو څاه ګانې معیاري نه دي او د لرې پرتو سیمو خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، چې د ناپاکو اوبو د څښاک له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

هغه وویل د یاد ریاست په همکارۍ د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د اوبو شبکو او لاسي پمپونو پروژې پیل شوي او هڅه کوي چې خلکو ته د څښاک اوبو پوره اسانتیاوې رامنځته کړي.

د سیمې ځایي اوسېدونکی لطیف الرحمان باختراژانس ته وویل چې دی د سیند او چینو اوبه څښي چې وخت نا وخت یې ناروغ کوي؛ خو د یادې شبکې په جوړېدو سره به د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي او ستونزې به یې آوارې شي.

دا په داسې حال کې ده چې نه یوازې په کونړ بلکې د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې لا هم خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له امله یې په ډول، ډول ناروغیو اخته کېږي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته