سیاست

جمهوررئیس غني: د “کابل پروسې” ناسته به په ټاکلي وخت وشي

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې١٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تېر ماښام په کابل کې میشت د بېلابېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له سفیرانو او استازو سره چې ټاکل شوې ده د "کابل پروسې" په ناسته کې به ګډون‌ کوي، وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه ناسته چې په ارګ کې وشوه، لومړۍ جمهوررئیس غني د کابل پر وروستۍ تروریستي پېښې د افغانستان له خلکو او دولت سره د دغو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له همدردۍ او غمشریکۍ څخه مننه وکړه. وې ویل: کابل ښاروالۍ او د کور او ښارجوړولو وزارت ته یې دنده سپارلې ده چې په دغه تروریستي برید کې د سفارتونو د ودانیو په ګډون ټول زیانمن شوي ځایونه ورغاوي.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، سره له دې چې موږ په سختو شرایطو کې قرار لرو او  وړمه ورځ د ډېرې دردونکې پېښې شاهدان وو، خو دغسې پېښې د سولې، ثبات، ترقۍ او امنیت په لور زموږ هلې ځلې او کارونه نشي ځنډولی دوام به مومي او د "کابل پروسې" ناسته به په خپل ټاکلي وخت ترسره شي.
جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان سټراټيژیک موقعیت  جنوبي اسیا له منځنۍ اسیا او بیا اروپا سره نښلوي، له همدې امله نړيوالې تروریستي ډلې هڅه کوي په افغانستان کې ځالې جوړې او د افغانستان له ناامنه کولو وروسته سیمه او نړۍ ناامنه کړي، له دې امله دې ته باید د یو ګډ تهدید په سترګه وکتل شي. هغه زیاته کړه، د کابل پروسه یوازې د افغانستان لپاره نه ده، بلکې د سیمې او نړۍ ګټې هم پکې په پام کې نیول شوي دي.
هغه وویل، د دغې پروسې رهبري د افغانستان حکومت کوي، خو دلته به روښانه او پرانیستې خبرې کوو، خو دا به یوازې خبرې نه وي، د ګډو نظرونو په اساس به عملي ګامونه اخلو.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د سیمې هېوادونه په بېلابېلو برخو کې سره تړلي دي او مشترک ټکي لري چې د سیمه‌ییزې همکارۍ د سیاست له لارې کولای شو سالمې اقتصادي او کلتوري اړیکې ولرو. هغه زیاته کړه موږ پخوا یوازې له پخواني شوروي اتحاد سره سوداګرۍ درلوده، خو اوس د چین او روسیې په ګډون د منځنۍ اسیا له زياترو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې او موافقه ليکونه لرو چې په دې وروستیو کې له چین سره د نوري فایبر له لارې د افغانستان د نښلولو پروژې قرارداد یې ښه بېلګه ده. 
جمهوررئیس د سیمې هېوادونو ترمنځ ژمنو او قراردادونو ته په اشارې وویل، کوم قراردادونه چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره کړي دي، لکه د ټاپي، کاسا زر او چابهار، افغانستان په کې د خپلې برخې مسوولیت ترسره کړی دی او نور شریکان به هم دا کارونه پيل کړي.
جمهوررئیس د سولې اړتیا او په دې برخه کې د حکومت لاسته راوړنې یادې کړې وې ویل، د ملي یووالي حکومت له پریمانه ننګونو سره سره د سولې په لور ګټور ګامونه اخیستي دي او هغو ته چې د جنګ دوام غواړي د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا غاښ ماتوونکی ځواب ویل شوی دی.
هغه له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې موافقه ليک ته په اشارې وویل، له حزب اسلامي سره د بین الافغاني خبرو اترو له لارې سولې ته رسیدو په اړه زياترو مبصرینو شک درلود، خو دغې تجربې ثابته کړه چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسه بریالۍ کېدای شي.
په پای کې جمهوررئیس د هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سفیرانو او استازو ته په خطاب کې وویل: د کابل پروسې په ناسته کې چې کوم وړاندیزونه مطرح کېږي باید عملي بڼه ولري او دا پالیسي باید د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره وي تر څو دغه هڅې بریالۍ شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته