خبرونهاقتصادTOPټولنه

د کونړ- نورستان پر لویه لاره د ګوردر پل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د سلواغې ۸ مه، باختر
د نورستان د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د کونړ- نورستان په لویه لاره د واما ولسوالۍ اړوند ګوردر پل د یولړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دغه مراسمو کې مرستیال والي مولوی فیصل مختار په ګډون د ټولګټو چارو رئیس احمد نبي عادل او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.
د نورستان د ټولګټو چارو رییس مولوي احمد نبي عادل د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه پل ۲۶ متره اوږدوالی، ۴،۹ متره پلنوالی, ۵ متره لوړوالی او ۱۳۳۰ متره مربع استنادي دېوال لري، چې د ټولګټو چارو وزارت له لوري د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د متحد صافي ساختماني شرکت له خوا جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه پل کونړ ولایت له نورستان ولایت سره نښلوي او په جوړېدو سره یې د خلکو د تګ راتګ ستونزې لرې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته