سیاستخبرونهامنیت

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل/ د غوايي ۲۱ مه/ باختر

د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکولسن سره وکتل.

په دې کتنه کې د امنیتي مسایلو ترڅنګ؛ په بهر کې د چاپ شویو افغان پاسپورټونو په رالېږد هم خبرې وشوې، چې نیکولسن په دې اړه د اسانتیاوو برابرولو او همکارۍ ژمنه وکړه.

نیکولسن په خپلو خبرو کې د افغانستان امنیت د سېمې او نړۍ لپاره ډېر مهم وګاڼه او د کورنیو چارو سرپرست وزیر هم د امنیت په برخه کې له خپل اړخ څخه پوره ډاډ ورکړ.

حقاني په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې اسلامي امارت د دوحې هوکړې پر اساس هېچاته اجازه نه ورکوي، چې بل هېواد ته له افغان خاورې ګواښ پېښ کړي.

نوموړي همدارنګه وویل چې په کور دننه مخالفو وسلوالو سره د خبرو دروازې پرانیستې دي او له نړۍ څخه يې هم غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د کومې وسلوالې ډلې څخه ملاتړ ونه کړي.

په همدې حال توماس نیکولسن په خپلو څرګندونو کې د نړۍ امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی ياد کړ او ژمنه یې وکړه، چې هېڅکله به هم په افغانستان کې د حکومت له وسلوالو څخه ملاتړ و نه کړي.

د یادولو وړ ده چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازې نه د مننې ترڅنګ وویل چې افغانسان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو او متقابل احترام غوښتونکی دی.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته