اقتصاد

د برېښنا شرکت او لویې څارنوالۍ ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل/باختر/ د غويي د مياشتې ٣۱مه
د افغانستان برېښنا شرکت د هغو اشخاصو د عدلي او قضايي تعقیب په موخه چې د برېښنا له انرژۍ څخه په غیرقانوني توګه ګټه پورته کوي، د لويې څارنوالۍ له ادارې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د برېښنا شرکت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه هوکړه لیک د لویې څارنوالۍ د مرستیال څارنپوه نورحبیب جلال او د افغانستان برېښنا شرکت د لوی اجرائیوي رييس له لوري لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک پر بنسټ د برېښنا د سارقینو او ناوړه استفاده کوونکو د عدلي او قضايي تعقیب په موخه د افغانستان په کچه د لويې څارنوالۍ او برېښنا شرکت له لوري ګډه کمېټه رامنځ ته کېږي. دغه راز به د افغانستان برېښنا شرکت پر وخت د هغو کسانو شهرت چې د برېښنا انرژي غلا کوي او یا د برېښنا تاسیساتو ته زیان اړوي؛ د جزا کود له لارښوونې سره سم د عدلي تعقیب په موخه لویې څارنوالۍ ته ور وپېژني. 
لویه څارنوالي دا ډول قضیې په جدي ډول څیړي او پایله یې له افغانستان برېښنا شرکت او هېوادوالو سره شریکوي.
دغه هوکړه لیک د جزا قانون د ۱۴، ۷۰۱ او ۷۱۰ موادو پر بنسټ ترتیب شوی دی.
د برېښنا شرکت د عوایدو د راټولولو په برخه کې ژمن دی، څو د انډولیزې پرمختیا پروګرام پر بنسټ د برېښنا رسولو شبکو ته پراختیا ورکړي او په دې برخه کې د تېر په پرتله کوټلي ګامونه اخلي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته