خبرونهامنیت

د کورنيو چارو وزارت سرپرست د روزګان امنيتي حالت وڅېړه

کابل / د غبرګولي ۲۰ مه / باختر

د کورنيو چارو وزارت سرپرست نن روزګان ته په سفر کې د دغه ولايت امنيتي حالت وڅېړه.

د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د کورنيو چارو وزارت سرپرست حيات الله حيات روزګان ته په سفر کې د دغه ولايت له پوځي او امنيتي مسوولينو سره په غونډه کې، د روزګان امنيتي حالت له نږدې وڅېړه او د ښه والي په خاطر يې اړوندو مسوولينو ته لارښوونې وکړې.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست د سولې او عامه نظم پر ټينګښت په ټينګار سره وويل چې د پوليسو عمليات د خلکو د غوښتنو د څېړنې لپاره تنظيم شي او له تروريزم سره مبارزه دې په ټول توان سره دوام وکړي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته