کابل، د سلواغې ۲ مه، باختر
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده پرون په خپل کاري دفتر کې د اسلامې هوساینې مؤسسې له عمومي رئیس عمیر او مل پلاوي سره وکتل.
د اسلامي هوساینې مؤسسې عمومي رئیس په دغه کتنه کې د خپلو فعالیتونو په هکله سرپرست وزیر ته مالومات ورکړل او وویل: (مونږ په ۴۰ اسلامي هېوادونو کې فعالیت کوو او زمونږ دفتر د بیارغونې، روغتیا، بشري مرستو، د بې سرپرسته کورنیو او ماشومانو د لاسنیوي په برخه کې کارکوي).
نوموړي زياته کړه، چې په راتلونکي کې به د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت په لارښوونه د خلکو د اړتیاوو په اساس د بیارغونې پروژې پلې کړي.
په ورته وخت کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست په دغه کتنه کې وويل چې خيريه بنسټونه او موسسې کولای شي، چې په ډاډه زړه د اسلامي امارت د موسسو او انجوګانو له کړنلارې سره سم خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
هېره دې نه وي، چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.
39 1 دقیقه لوستل