کابل_ باختر دچنګاښ لومړي::
څوارلس تنه وسله وال طالبان په افغانستان کې ديو لړ پوځي عملياتو په بهير کې ووژل شول .
په دغو عملياتو کې چې نن سهار دقندهار ، فارياب ، سرپل ، غزني ، ارزګان ، هلمند ، پکتيکا او دنورستان دولايتونو په ځينوبرخو کې ترسره شول څه ناڅه شپاړس تنه نور طالبان ونيول شول .
باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ ، چې زياتره دغه عمليات دوسله والو طالبانو په پټنځايونو په هغو ځايونوکې ترسره شوي دي چې ددغې ډلې افراد دتروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و .
ناټو وايي چې په نيول شويو کسانو کې درې تنه قوماندانان او دوسله والو طالبانو دتروريستي بريدونو دوه تنه مرستندويان هم شامل دي .
ددغو عملياتو په بهير کې پوځيانو دغه راز دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو څلور ډيپو ګانې هم ترلاسه کړي دي .
په دغو ډيپوګانوکې په لسګونو جنګي وسايل او په سلګونو کيلو ګرامه چاوديدونکي او نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل