کابل باخترلړم د مياشتې ١٠ نيټه :
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د کليوالي صنايعو د انکشاف د ملي پروګرام له خوا پرون د پروان ولايت په ګل غنډۍ کې د کليوالي لاسي صنايعو نندارتون جوړ کړ.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت وياند اکبر رستمي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نندارتون کې د سيمې د يوشمېر خلکو کليوالي صنايع نندارې ته وړاندې شوي دي چې خوراکي توکي، لبنيات، لاسي صنايع، خياطۍ، اوبدلو او د لاسي ګنډلو محصولات پکې شامل دي .
د رستمي د څرګندونوله مخې: دغو صنعتکارانو دکوچنيو پورونو په ترلاسه کولو سره په دې کار لاس پورې کړى دى چې په خپلو پښو ودريږي .
دغه نندارتون د دريو ورځو لپاره د مينه والو پرمخ پرانستى دى.
0 1 دقیقه لوستل