خبرونهاقتصاد

د کانونو او پټرولیم وزارت په تېرو یوولسو ورځو کې میلیونونه افغانۍ عواید راټول کړي

 کابل/ غوايي ۲۲ مه / باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې  له ۱۰/۲/۱۴۰۱ څخه تر ۲۱/۲/۱۴۰۱ نېټې پورې یې ټول (۴۲۵,۳۱۲,۳۶۷) څلور سوه پنځه ويشت میلیونه، درې سوه دولس زره، درې سوه اووه شپېته افغانۍ عواید راټول کړي دي.

یاد وزارت وايي، چې د عوايدو راټولولو لړۍ يې په پوره روڼتیا او شفافیت سره روانه ده او هیله مندي ښيي چې په راتلونکو اوونیو کې به يې د عوايدو کچه نوره هم لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم د دولتي ادارو د عوايدو کچه ورځ تر بلې د لوړیدو په حال کې ده چې لامل یې په اداراتو کې د فساد مخنیوی او روڼتیا ښودل شوې ده.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته