سیاستخبرونهاقتصادTOPټولنه

د کابينې ۱۷مه غونډه؛ د اوبو د تصفيې او ضايع کېدو د مخنيوي په اړه بحث وشو

کابل، د سلواغې ۳۰مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن د کابینې اوولسمه غونډه کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

په دې غونډه کې له اجنډا سره سم په هېواد کې د اوبو د ضايع کېدو د مخنيوي په اړه هر اړخيز بحث وشو او د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه ناستې او څېړنې وکړي او وروستی راپور یې د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همدا راز د کابينې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اوبو د تصفيې شرکتونه دې له ښارونو لرې اوبو ته څېرمه د اوبو د تصفيې لپاره کار وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته