ټولنه

د جمهورريیس غني د ډاډګيرنې او همدردۍ پیغام

کابل/ باختر/ د زمري ١٦ مه
د هند د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې مېرمن سوشما سواراج د وفات په اړه د جمهورريیس محمد اشرف غني د تسلیت او همدردۍ پیغام
په خواشینۍ سره مې د هند د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې او د هند د «بي.جي.پي» ګوند د رهبرې مېرمن سوشما سواراج د مړینې خبر ترلاسه کړ.

مېرمن سواراج د هند د فعالو سیاستوالو او ډیپلوماتانو له ډلې وه چې خپل هېواد او خلکو ته یې ډېر زیات خدمتونه وکړل او باور دی چې د هند لوی ملت به د هغې کړنې او لاسته راوړنې تل په یاد ولري. هغه د افغانستان ښه ملګرې وه او تل یې زموږ د خلکو په اړه ښه نیت درلود. زه په داسې حال کې چې په دې لوی غم کې د هند له خلکو سره ځان شریک بولم، د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د هند جمهورريیس، لومړي وزیر، د هغه هېواد خلکو او د مېرمن سواراج کورنۍ ته د خپل تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کوم.
د هند جمهورريیس ښاغلي رام نات کوویند او لومړي وزیر نرېندرا مودي ته د بشپړې روغتیا او د هند دوست ملت ته د پرمختګ او هوساینې هیله لرم.#
پاى – وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته