خبرونهاقتصادټولنه

د کابل – قندهارلویه لاره ترمیم او بیا رغاول کېږي

کابل / د غويي ۲۸ / باختر
د فواید عامې وزارت په پام کې لري چې د کابل- قندهارلویه لاره ترمیم او بیا ورغاوي.
دغه وزارت په داسې حال کې د نمبر(۱ ) لوی لارې د بیا رغاونې د کار خبرورکوي چې د دغې لارې حالت د ماینونود چاودنې ، د دوامداروجګړو او په لوړوتوناژوسره د وسایطود تګ را تګ په دلیل اسفباردی.
د فواید عامې وزارت په هغه اعلامیه کې چې نن خپورشوې ده ویلي دي چې اوس د کابل- قندهارد لوی لارې د سروې او ډيزاین کاردوام لري.
دغه وزارت له خلکوڅخه وغوښتل چې د سړکونو، پلونواو د پلګوټوساتنه اوڅارنه چې د ملي پانګونې یوه برخه ده له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
دغه غوښتنې ټیک هغه وخت مطرح کېږي چې طالبانو تېره شپه د هرات په اوبې ولسوالۍ کې یوه ستر پل د ماین په چولوسره ویجاړکړ.
باید وویل شي چې د کابل- قندهارلویه لاره کابل له ۹ ولایتونو سره نښلوي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته