کابل، د سلواغې ۱۰ مه، باختر
د غور د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو د ترافیکو پرمخ د کابل- غور د لویې لارې د پرانیستې خبر ورکړی دی.
د غور د ټولګټو چارو رییس مولوي ابوشعیب د باخترآژانس خبریال ته وویل، د تېرو څو ورځو د واورې اورښت د کابل- غور لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه چې د دوی کاري ټیمونه وتوانېدل دغه لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه کړي.
د یادونې وړ ده، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د بکک کوتل دواړو غاړو کې څو لارۍ او د مسافر وړونکو موټر بندې پاتې وو.