خبرونهټولنهښوونه او روزنه

د کابل د طبي علومو پوهنتون يوه ډله ډاکتران او متخصصين پکتيکا او خوست ته لاړل

 کابل، د چنګاښ ۴ مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت د لارښوونې له مخې د کابل د طبي علومو پوهنتون يوه ډله ډاکتران او متخصصين له يوه اندازه طبي وسايلو او درملو سره د پکتيکا او خوست د زلزلې  د مصيبت ځپلو او ټپيانو سره د مرستې په موخه لاړل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کابل د طبي علومو د پوهنتون رئيس پوهنيار ډاکتر فضل الرحمن رحماني د پکتيکا او خوست د قربانيانو له کورنيو او مصيبت ځپلو سره  د غمشريکۍ د څرګندولو په ترڅ کې وويل، چې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني د لارښوونې له مخې د کابل طبي علومو پوهنتون تصميم ونيوه، چې د علي آباد له تدريسي روغتون څخه يوه روغتيايي ډله د پکتيکا او خوست ولايتونو ته واستوي.

هغه زياته کړه، چې دغه ډله د علي آباد د تدريسي روغتون د رئيس ډاکترعمادالدين ځاځي او علمي مرستيال پوهاند ډاکتر نجيب الله امرخيل په مشرۍ په خوست او پکتيکا ولايتونو کې د زلزلې ټپيانو د درملنې او له مصيبت ځپلو سره د مرستې په موخه دغو ولايتونو ته استول شوي دي.

د کابل د طبي پوهنتون د رئيس څرګندونو له مخې؛ دغه روغتيايي ډله په دغو ولايتونو کې د زلزلې د ټپيانو د درملنې او مصيبت ځپلو هېوادوالو ته روغيتايي خدمتونه ترسره کوي.

د يادونې وړ ده، چې د وروستۍ زلزلې له امله په پکتيکا او خوست ولايتونو کې زموږ سلګونو هېوادوالو ته د سر زيان او مالي زيانونه اووښتي او د لوړو زده کړو وزارت مشر تابه  د هېواد ټولو تحصيلي بنسټونو ته لارښوونه کړې، چې  د خپلو امکاناتو تر پولې پورې له مصيبت ځپلو سره مرسته وکړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته