خبرونهټولنه

د کابل – جبل السراج لویې لارې مسافرین د ټېلر موټر چلوونکو له بې نظمۍ سر ټکوي

 کابل / د کب ۲۴ مه / باختر

د هېواد په شمال کې د کابل – جبل السراج لویې لارې یو شمېر مسافرینو د ټېلري موټر چلوونکو له بې نظمۍ او ګڼې ګوڼې سر ټکوي.

د سالنګونو د څارنې او ساتنې رییس قاضي عبدالله عبید د دغه خبر په تاییدولو سره باخترآژانس ته وویل: ستونزه شته او عوامل یې د موټرونو په تېره بیا د ټېلري وسایطو ، د سړکونو خربوالي او د پسرلي بارانونو زیاتوالی دی.

هغه زیاته کړه چې د دغه ریاست منسووبینو د یادو ستونزو حل په موخه هڅې کړي او ټېلري موټرو ته په نوبت سره د تګ اجازه ورکوي.

په ورته وخت کې د ټېلري موټرو چلوونکي وايي چې په واټونو کې له پنځو ورځو څخه زیات په تمه پاتې کېږي، په خبره یې د سالنګونو د لویې لارې کنګل کېدل او خرابوالی د ګڼې ګوڼې ستر لاملونه دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته