نړۍ

ايران او پاکستان د سرحدي امنيت تفاهم ليک لاسليک کړ

اسلام آباد ايرنا  باختردتلې د مياشتې ٢٤ نيټه  :
د پاکستان په ګوادر بندرکې د ايران او پاکستان د ګډ سرحدي کميسيون د يو ويشتمې غوڼدې د سرحدي امنيت او مديريت د پراختيا د تفاهم ليک لاسليک شو.
باختر آژانس د ايرنا له خولې خبر راکړ: 
د ايران او پاکستان د سرحدي کميسيونونو په يوويشتمې غونډې پورې په اړوندو خبروکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي حالت، امنيتي مسئلو، مهاجرت او د سرحدي  سود اګرۍ  په اړوند بحث وشو.
امنيتي او اقتصادي موضوعګانې ، د ګډو سرحدي ښارګوټو او د سرحدي بندرونو جوړول  په يوويشتمه غونډه کې د دواړو هېوادونو د تفاهم وړ موضوعګانې بللې شوې  دي.
مخکې له دې د ايران او پاکستان د ګډ سرحدي کميسيون غونډې د ايران په سيستان او بلوچستان ولايت د مرکز زاهدان او د پاکستان د بلوچستان ايالت د مرکز کويټې ښارونوکې جوړيدې او دا لومړى ځل دى چې دغه غونډه په  ګوادر بندرکې جوړيږي.
دغه غونډه د ايران د سيستان او بلوچستان ولايت اودپاکستان دبلوچستان ايالت  د چارواکو  په شمول د دواړو  هېوادونو ايران او پاکستان د پنځوسو تنو مسوولينو او مقاماتو په شتون جوړه شوه  .
ايران په بلوچستان ايالت کې له پاکستان سره څه دپاسه نهه سوه کيلومتره ګډه پوله لري. 
ګوادر بندر دپاکستان دبلوچستان ايالت په  جنوب کي او دعمان سيند په سواحلو کې موقعيت لري .
د پاکستان دولت په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې د ګوادر بندري عملياتو امتياز د پنځه ويشتوکلونو لپاره يوه سنګاپوري شرکت ته ورکړل او د راتلوونکو څلويښتو کلونولپاره يې هغه له مالياتو پرته د يوه  آزاد بندر په توګه معرفي کړ.
چينايي پانګه والو هم د ګوادر په بندري تاسيساتوکې پانګونې کړې دي.
پاى    ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته